فرانسوي فلسفه؛ د فلسفه‌ورزۍ یو نوی امکان

  • نېټه : ډېر ژر ...
  • ځای :
foto

د افغانستان د شلمې پېړۍ فلسفي تاریخ یوه ډېره نایابه تجربه د فرانسې له فلسفي معرفت سره نژدې اړیکې وې. دا اړیکې د یو روښانفکرانه او معرفتي تعامل معقول بنسټ هم و. اوس، افغانستان د یوویشتمې پېړۍ د دویمې لسیزې په پای کې د څه ډول انتقادي تفکر اړتیا ویني. دا هڅې د فرانسې د روڼ‌اندۍ له تاریخي او بشري تجربې څه اخیستلی او ورکولی شي؟ افغانانو ته فرانسه د فلسفي تفکر له پلوه څومره د تأمل وړ واقعیت دی؟ د فرانسوي فلسفې ځانګړيتوب، د افغانستان د معرفتي لړۍ سره اړیکه ټینګولی شي؟

«انسان» ایجوکېشن/ د ښوونې او روزنې برخه په فرانسه کې د معاصر فلسفي حرکت د پوهاوي شل اختصاصي بحثونه جوړوي.

دا بحثونه به د ګډې مباحثې، استدلال، او تفکر عملي تجربه هم وي.

ویناوال