talks.insan.af
INSAN Talks | د پوهاند حسن کاکړ درېیم تلین INSAN Talks - انسان ټاکس

د پوهاند حسن کاکړ درېیم تلین

  • نېټه : یکشنبه، جدي ۱۵مه، ۱۳۹۸ - ماسپښین درې بجې
  • ځای : کابل، دارالامان واټ، د کاتب پوهنتون کوڅه، د کاتب پوهنتون د څېړنو مرکز ترڅنګ، «انسان» هاوس
foto

پروفیسور محمد حسن کاکړ درې کاله وړاندې د جدي په پنځلسمه وفات شو. هغه چې د تاریخ‌لیکنې متخصص او د همدې برخې پياوړی څېړونکی او لیکوال و، له امریکا څخه د تاریخ‌لیکنې او څېړنې په برخه کې دوکتورا ترلاسه کړې وه.

د افغان – شوروي جګړه، د افغانستان سیاسي او ډيپلوماتیک تاریخ، د امیر عبدالرحمان خان په واکمنۍ کې حکومت او ټولنه، او لسګونه نور کتابونه او په سلګونو اختصاصي مقالې لیکلي او ژباړلي دي.

ښاغلی کاکړ د هیومانیزم او انسانپالنې په برخه کې هم ډېر دقیقې او عالي ژباړې درلودي دي او په دې برخه کې د ښاغلي کاکړ کارونه د کار د محتوا او د کار د اصالت له مخې جدي ځانګړې او اهمیت لري.

«انسان» د مرحوم پوهاند کاکړ د درېیم تلین په مناسبت د هغه په یو مشهور او ارزښتمن اثر «د افغانستان سیاسي او ډيپلوماتیک تاریخ» او د پروفیسور کاکړ او هیومانیستي تاریخ‌لیکنه باندې اختصاصي بحث پرانیزي

 

اړین یادښت:

ټاکل شوې وه یاده غونډه له وړاندې په ټاکل شوې ورځ ترسره شي، د «انسان» له لوري ټول ترتیبات او له وړاندې تیارۍ بشپړې شوې وې او په ټولنیزو رسنیو پراخ اعلانونه شوي وو؛ مګر په کابل کې د شدید ساړه موسم، متواترې واورې او په هغه ورځ د خراب ترانسپورتي سیستم له کبله چې برخه‌اخیستونکو هم د نه‌رسېدو اندېښنه شریکه کړې وه، بلې نېټې ته وځنډول شوه.

ویناوال

محمد شعیب وحدت

ټولنپوه او د پوهنتون استاد

ښاغلی وحدت د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد دی. له مالیزیا څخه په ټولنپوهنه کې ماسټري لري، او د تاریخ، ښوونې او روزنې او ټولنپوهنې د ګډو مطالعاتو او کار سابقه لري

فهیم‌الله کریم

لیکوال او څېړونکی

ښاغلي کریم له کابل پوهنتون د ارواپوهنې لیسانس او له افغانستان پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو ماسټري لري او د انسان مجلې مسوول مدیر دی.