talks.insan.af
INSAN Talks | د موسیقۍ اړوند خبرې INSAN Talks - انسان ټاکس

د موسیقۍ اړوند خبرې

  • نېټه : پنجشنبې،۱۲مه دلو ۱۳۹۸، مازدیګر ۲ بجې
  • ځای : کابل، دارالامان واټ، د کاتب پوهنتون کوڅه، د کاتب پوهنتون د څېړنو مرکز ترڅنګ، «انسان» هاوس
foto

د فرهنگي مطالعاتو په زمینه کې پرلپسې ناستې

بشر چې څومره ژوند کړی له موسیقۍ سره یې کړی. موسیقي کله د بشر فریاد، کله د ژوند کولو او لذت تجربه، کله هم معرفتي روش او یا یو ډول د وجودي تجربې یو حالت ګڼل کېږي.  

دا دی دا ځل د موسیقۍ په هکله د فرهنګي مطالعاتو یوه لړۍ پیلېږي. انسان په دغو ناستو کې د رابللیو متخصصینو د بحثونو په منطق غواړي په د موسیقۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان د موسیقۍ پر نوې پېژندنه تمرکز وکړي. په دې توګه به دا بحثونه را پورته شي چې څومره زمونږ اوسنۍ موسیقي همغه ده چې زمونږ اصیله موسیقي ګڼل کېږي؛ یا خلک د موسیقي په هکله څومره پوهېږي او ورسره په فرهنګ کې ژوند-ژواک لري؛ هنرمند څوک دی او د ټولنې او فرهنګ اوسني شرایط مو څومره او څنګه موسیقي منځ ته راوړلی شي؛ دا موسیقي د فریاد، لذت، وجودي تجربې او یا هم سیاسي او فرهنګي هویت لپاره کارېدلې او ونډه درلودلې؛ یا نوې موسیقۍ، ملي موسیقي، د خلکو موسیقي او ورځنۍ موسیقي کومې دي او داسې نورې.

دا مهال انسان چمتو دی دغه بحثونه پیل کړي او په یو ډول پرلپسې ناستو یې پرمخ یوسي. د پیلني بحث لپاره دا عمومیات مطرح کېږي چې افغاني موسیقي او ځانګړتیاوې یې د خبرو موضوع وي.

په دې توګه د همدې اونۍ پنجشنبه ماسپښین دوه بجې د ډاکټر احمد سرمست او وحید قاسمي خبرو ته کېنو.

راسره ګډون وکړئ.

ویناوال

استاد وحید قاسمی

افغاني موسیقي او ځانګړتیاوې یې

استاد وحید قاسمی، در پوهنتون کابل ادبیات خوانده و یکی از آوازخوانان سبک پاپ است که در حوزه آهنگ های فلکلور افغانستان تحقیقاتی انجام داده است. از سال 1397 بدینسو به عنوان رئیس بخش موسیقی رادیو تلویزیون ایفای وظیفه می نماید.

داکتر احمدناصر سرمست

افغاني موسیقي او ځانګړتیاوې یې

داکتر احمدناصر سرمست، دکترای موسیقی دارد و سال‌هاست به عنوان رئیس انستیتوت ملی موسیقی افغانستان کار کرده است.