د «تاریخ اونۍ» په اړه ځانګړی او آزاد بحث

  • نېټه : پنجشنبې، جدي ۱۲مه - مازدیګر ۲ بجې
  • ځای : کابل، دارالامان واټ، د کاتب پوهنتون کوڅه، د کاتب پوهنتون د څېړنو مرکز ترڅنګ، «انسان» هاوس
foto

«انسان» په پام کې لري چې را روانه اونۍ له شنبې د جنوري ۴مه تر پنجشنبې د جنوري ۹مه د تاریخ د اونۍ په توګه اعلان کړي او په دې منځ کې د مرحوم ډاکتر محمد حسن کاکړ درېیم تلین چې د همدې اونۍ له یکشنې سره سمون خوري او د مرحوم فیض محمد کاتب هزاره تلین چې د همدې اونۍ له دوشنبې سره سمیږي، ټوله اونۍ د تاریخې مطالعاتو، بحثونو، او خبرو برخې پرانیزي.

د «تاریخ اونۍ» کې به ټول پروګرامونه د تاریخ پر فلسفې، هیومانیستي تاریخ‌لیکنې او د تاریخ پر میتودولوژۍ جوړیږي؛ د افغانستان تاریخ د دې اونۍ د کار او زیار ځانګړې برخه ده.

د ته په پام سره به د تاریخ د مطالعاتو او زده‌کړو یوه ځانګړې لړۍ هم د همدې اونۍ په زمینه کې پيل شي چې د یو اوږد وخت لپاره به دوام پیدا کړي.

«انسان» د دې اونۍ لپاره خپل پروګرام او څرنګوالی لري، او غواړي دا له ګڼو ځوانانو، متخصصینو، او استادانو سره یو ځای شریک کړي.

دا پنجشنبه په همدې تړاو بحث او خبرې کوو.

 

ویناوال