talks.insan.af

ویانا ټاکس

د اتریش په ویانا کې د انسان ټاکس د غونډو پيل

موږ خوشحاله یو چې د جنوري په ۲۶مه ۲۰۲۰ د انسان ټاکس لومړنۍ غونډه د اتریش په ویانا ښار کې وشوه. انسان ټاکس د «انسان» د بحثونو او خبرو یو ځانګړی پلاټفارم دی. د نویو ځوانانو، او د فکر او نظریې د خلکو ترمنځ د افکارو تبادل او مباحثه د دې ترکیب برخې دي. په ویانا ښار کې د انسان ټاکس غونډې پیلول، له ډیاسپورا سره زموږ د اوږدمهالو خبرو اترو او په افغاني ټولنه کې د دوی د سهم، اغېزو او کلتوري راکړې ورکړې په خاطر مهمې دي. د ارتباطاتو، عامه اړیکو او مشارکت دا څانګه چې یوه برخه کار به یې د انسان ټاکس غونډې جوړول وي، د ځايي وګړیو، پوهنتونونو، بنسټونو، فعالینو، د پوهنتون له استادانو، څېړونکو او متخصصینو سره د ډیالوګ، مباحثې، خبرو اترو او د ګډو نوښتونو په برخه کې فعالیت کوي. ویانا چې د اروپا ډېر تاریخي او سیاسي ښار دی، د فرهنګ، تاریخ، ټولنې، او تفکر په زمینه کې دا پيل کولای شي د کلتوري ډیالوګ او د روښانفکرۍ یوه ګډه اړیکه ترسیم کړي چې د دې تاریخي ښار له کوچنیو فرهنګي نوښتونو او تاریخي پېښو نیولې بیا تر تفکر او سترو سیاسي تجربو پورې د پوهې او تأمل باعث وګرځي. په ورته مهال کې هیله لرو چې دا پيل د اروپا او په ټوله کې د لویديځ په ډېرو نورو ښارونو کې د ورته فعالیتونو د پيل سبب وګرځي. «انسان» چې د بشري ښېګڼو په موخه د بحثونو او ډيالوګونو لپاره د زمینې جوړولو مخکښ بنسټ دی، د یوې غیر سیاسي، غیر انتفاعي او ناتړلې څېړنیزې او مطالعاتي ادارې په توګه باور لري چې له ډېرو نورو بنسټونو سره د ګډ کار او هڅو له لارې هم کولای شي د معقولو او دقیقو فعالیتونو لپاره زمینه مساعده کړي. له دې مخې په ویانا ښار کې د انسان ټاکس د پروګرام پیل د همداسې یو سیاست پایله ده چې «انسان» یې د خلاصې دروازې سیاست نوموي.
په ویانا کې زموږ له دې برخې سره د ارتباط لپاره کولای شئ لاندې اړیکې وکاروئ
vienna@insan.af