Foto

زموږ په اړه

له هغه ځایه چې فیلسوفان، عارفان، شاعران، او ښوونکي وکولای شي د حقیقت انساني، اخلاقي، او عقلاني اړخونه روښانه کړي نو خبرو او بحث ته مخه کوي. د سقراط له نظره خبرې او ډیالوګ د دې محصول دی چې انسان په دې واقف شي چې نه پوهیږي.

کنفوسیوشیس په دې باور درلود، د خبرو کولو، ډیالوګ او مباحثې لپاره یو مهم څیز اخلاقي فضیلت دی. «څوک چې د اخلاقي فضلیت درلودونکي وي، آرامې خبري کوي. ... ارامه او ورو خبرې کول، آسانه چاره نه ده. په دې نړۍ کې چې ډېری خلک پر یو بل بلوسي، له هیجان، کینې او غوسې ځان ساتل، ډېر سخت کار دی. له دې سخت کار څخه خلاصون یوازینۍ لار آرامې او نرمې خبرې کول دی.»

انسان ټاکس څه شی دی؟

ډیالوګ او بحثونه د بشر په ټولنه کې لوی تاریخ لري. لوی مثال یې د اتلسمې پېړۍ فرانسه ده. مخکې له دې چې هلته په ۱۷۸۹ کال کې انقلاب وشي، د پاریس ښار د داسې سلګونو ډلګیو کوربه و. هر ځای به لس او شل کسه روښاندي سره ناست ول چې هره ډله به د جلا فکر خاوندان ول او په دې به یې بحث کولو چې څه راز نظام باید وي؟ څه راز انساني ټولنه باید رامنځته شي؟ دوی سره له دې چې هیڅ زور یې نه درلود او کله چې تاریخي او ټاکونکې شېبې راغلې همدا خلک وو چې مخکې له مخکې یې د نوې ټولنې په رامنځته کولو سره کلونه کلونه بحثونه کړي وو او دا بحث ورته نااشنا نه و. انساني ټولنې تل له لوړ او ځوړ سره مخ دي. اما دا د روښاندو دنده ده چې دا لوړې او ځوړې څنګه د پرګنو په ګټه کاروي.

انسان ټاکس د «انسان» د بحثونو او خبرو یو ځانګړی پلاټفارم دی. د نویو ځوانانو، او د فکر او نظریې د خلکو ترمنځ د افکارو تبادل او مباحثه د دې ترکیب برخې دي.

په افغانستان کې د بحثونو او ډیالوګونو د شتون ډېره واضحه مطالعه نه شته. د داسې یو منظم پلاټفارم د رامنځته کولو لومړنی کار دا و چې په نوي ډول د خبرو لپاره یو دقیق میکانیزم او اساس رامنځته شي. د افکارو تنوع او تکثر یو مهم اصل دی. د همدې اصل په تعقیب تصور دا دی چې ساینسي نظریو، بشرپال ذهن، او آزادو بحثونو په زمینه کې خپل پراختیايي کارونو ته ادامه ورکړل شي.

د انسان ټاکس باور دا دی چې د خبرو، نظریاتو او افکارو پر سر د انسان ځوورول او له منځه وړل باید پای ته ورسیږي. موږ مکلف یو چې د یو بل خبرې واورو، نظر ورکړو او مباحثه رامنځته کړو.

افغانان څلوېښت کاله «بې پولې جګړه» زغمي. دې جګړې ټولې پولې نړولي، پر ماشومانو، ښځو، ښوونځیو، جوماتونو، روغتونونو او ټولو هغه انساني بنسټونو بریدونه د دې جګړې بارزې نښې دي. که چېرې دا جګړه پای ته رسېږي او ټول ښکېل لوري پر یوې باثباته او پایداره راتلونکي موافقې ته رسیږي، د همدې جغرافیې انسانان باید له یو بل سره متقابلې اړیکې څنګه جوړوي او د خبرو او بدلون لپاره به بنسټ او زمینه څنګه تعریف کړي؟

انسان ټاکس د ډیالوګ او خبرو د یو جریان په توګه ځانګړې موخه نه تعقیبوي، مګر پایلې له ځانه سره لري او دا پایله د هغو کسانو لپاره چې د دې ډیالوګ او خبرو په جریان کې واقع دي، نوی درک او فهم رامنځته کوي.

له یو اړخه که د ګډونوالو له لوري ترلاسه شوی معرفت له یو بل سره شریکیږي، مګر بل مهم اړخ دا دی چې په ګډه د مشترک معرفت او پوهې د خلق هڅه وشي.

زموږ یو باور دا هم دی چې دوه یا څو انسانان که په خپلو کې خبرې وکړي، د دې اړیکې په ترڅ کې چې کوم متقابل عملونو ترسره کېږي، له دوی داسې انسانان جوړوي چې تر دې وړاندې نه وو، مګر په دې شرط چې دوی په دې ډیالوګ او خبرو کې «پرته له ځانه» بله موخه تعقیب نه کړي. دا شاید یو څه ناشونی وبرېښي چې د ګډونوالو له شخصي افکارو، نظریاتو او عقایدو پرته دې خبرې وشي؛ مګر دا ممکنه ده چې ګډونوال دې د یو مشترک هدف لپاره وغږیږي. انسان ټاکس همدا دی؛

ساینسي نظریې به د هرې مباحثې اساس وي

بشرپال ذهن چې موخه یوازې بشري ښېګڼې او خوشبختي وي

آزاد ډیالوګ د یو نوي او مشترک معرفت د خلق کولو لپاره

ولې د انسان ټاکس اړتیا ده؟

د انسانانو خوشبختي په څه کې ده؟ ولې باید د میلیونونو انسانانو د وژنې مفکوره موجوده وي؟ بې‌وزلي، فقر، او بې‌عدالتي ولې لا هم تر ټولو ستر ګواښونه دي؟ ټيکاو، پراختیا، پرمختیا، زده‌کړې، روغتیا، او خوښي څنګه په اصلي او بنسټیزو غوښتنو بدلېدای شي؟

د انسانانو ښېرازي او آرامي یوازې د تخنیکي کسانو او بنسټونو دنده نه ده، بلکې هر انسان باید د دې ډیالوګ برخه شي چې څنګه کولای شو د دې ښېرازۍ او آرامۍ لارې وپلوټو.

انسان ټاکس په افغاني ټولنه کې د بحثونو تاریخي مسیر ته په کتو یو نوی څرنګوالی معرفي کوي. د شکل، محتوا، او رسنیز پوښښ له لارې د افغانستان د عامه او اکاډمیکو بحثونو په شکلونو کې باید پراخ تغیر رامنځته شي.

د نظریاتو اختلاف او تنوع یو لازم فاکتور دی. دا فاکتور باید د دې باعث ونه ګرځي چې د فکرونو پنځول او نشر مخه ونیول شي. انسانان د ګڼو او ډېرو متفاوتو فکرونو سره زېږي او له دې نړۍ کډه کوي.

موږ هڅه کوو چې دا بحثونه او خبرې آزادې او خوندورې وي. له قید او شرط پرته خبرې مطرح شي او په حاشیه کې یې د ګډونوالو ترمنځ خپل منځي مباحثې پراختیا پیدا کړي.